امنیت نړۍ

ناټو: ښايي روسیه په راتلونکو پنځو کلونو کې د دې پوځي اتحاد پر یوه غړي هېواد برید وکړي

د ناټو عمومي منشي

د ناټو عمومي منشي مارک روټه تېره ورځ په جرمني کې په یوې غونډه کې خبرداری ورکړ چې ښايي روسیه په راتلونکو پنځو کلونو کې د دې پوځي اتحاد پر یوه غړي هېواد برید وکړي.

هغه وویل: “روسیه زموږ پر ټولنې خپل پټ کمپاین زیاتوي. موږ باید د جګړې هغو اړخونو ته چمتو شو چې زموږ د نیکونو نسلونو تجربه کړي دي.”

روټه په خپلو څرګندونو کې هغه خبرداري تکرار کړل چې مخکې د لوېدیځو استخباراتي سازمانونو لخوا د روسیې د نیتونو په اړه ورکړل شوي وو؛ هغه ګواښونه چې مسکو “احساساتي او بې بنسټه” بللي دي.

د روټه دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي پر اوکراین د روسیې ټول اړخیز برید ته، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شو، د پای ټکی کېږدي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې هېواد یې له اروپا سره د جګړې پلان نه لري، خو که اروپا وغواړي – یا جګړه پیل کړي – روسیه همدا اوس چمتو ده.

مسکو مخکې هم داسې ډاډ ورکړی و – په داسې حال کې چې ۲۰۰ زره روسي سرتېري له پولې تېر شول او پر اوکراین یې برید وکړ.

پوتین اروپايي هېوادونه تورن کړي چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا د هڅو په لاره کې خنډونه جوړوي .

د نوموړي دا اشاره د اوکراین اروپايي متحدینو ته وه چې په دې وروستیو کې یې هڅه وکړه د امریکا د سولې د هغې طرحې مسوده بدله کړي چې په لومړیو کې د روسیې په ګټه بلل کېده.

خو په برلین کې د ناټو د عمومي منشي په وینا، پوتین په خپلو دغو څرګندونو کې رښتینی نه و. هغه ټینګار وکړ چې له اوکراین څخه ملاتړ د اروپا امنیت تضمینوي.

روټه وویل: “یوازې تصور وکړئ چې پوتین خپلې موخې ته ورسېږي؛ اوکراین به د روسیې د اشغال تر پښو لاندې وي، د ناټو سره په اوږدو پولو کې به د هغه ځواکونه ځای پرځای شي، او پر موږ باندې به د مستقیم پوځي برید خطر خورا ډېر شي.”

د روسیې اقتصاد له دریو کلونو راهیسې په جنګي حالت کې دی او فابریکې یې هره ورځ په زیاته اندازه بې پیلوټه الوتکې، توغندي او توپخانې مهمات تولیدوي.

ناټو اوس مهال ۳۰ اروپايي هېوادونه، کاناډا او متحده ایالات لري چې امریکا یې تر ټولو قوي پوځي غړی بلل کېږي.

د ټرمپ د سیاسي فشارونو له امله، غړو هېوادونو ژمنه کړې چې خپلې نظامي بودیجې به زیاتې کړي.