د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په موخه به یو محدود او مشخص استثنا تصویب کړي. دا پرېکړه د ملګرو ملتونو ادارو WFP، UNICEF او UNFPA رسمي غوښتنو ته په ځواب کې شوې ده.
د چارواکو په وینا، دا بشري استثنا په درې پړاوونو کې عملي کیږي: لومړی د خوراکي توکو، بیا درمل او طبي تجهیزات، او په پای کې د روغتیا او تعلیم اړوند نور ضروري توکي. دا یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو کانټینرونو لپاره ده او په شخصي یا سوداګریزې لیږدونې باندې نه تطبیق کېږي.
د پاکستان د حکومت په وینا، “زموږ مسله د افغان طالبانو د پالیسیو سره ده، نه د افغان ولس سره، او دا پرېکړه یوازې د بشري مسئولیت په اساس ده، نه د دروازو د بشپړ بیا پرانیستلو لپاره.”
د پاکستان د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو لخوا دغه کار پروسس کیږي، او ددې پرېکړې سره، ټولې اوسني محدودیتونه پر دوه اړخیزه سوداګري،ترانزیت او ورځني سرحدي تګ راتګ باندې لا هم په بشپړ ډول پاتې دي.
