د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې تیره شپه، د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ بمبار کې۹ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ګربز ولسوالۍ په مغلګۍ سیمې د پاکستاني پوځ لخوا د ځایي اوسیدونکي (ولایت خان د قاضي میر زوی) پر کور هوایي بمبار شوی، چې ۵ هلکان ۴ انجونې او یوه ښځه په کې شهیدان شوي او کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، په ورته وخت کې د خوست ترڅنګ کنړ او پکتیکا ولایتونو کې هم د پاکستان هوایي بریدونو خبرونه ورکړل شوي، چې له امله یې څلور ملکیان ټپیان شوي او روغتون ته لیږدول شوي دي.
خوست، کنړ او پکتیکا د فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي حساسو سیمو په توګه پېژندل کېږي. په وروستیو میاشتو کې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې دي، او پاکستاني لوړپوړي چارواکي تل د افغانستان په خاوره د عملیاتو او بریدونو خبرداری ورکړي دی. د دواړو لورو ترمنځ د روابطو د ښه کولو لپاره ځینې هېوادونو د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د تاوتریخوالي پېښې په سیمه کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي خطرونه رامنځته کوي.
