د خیبرپښتونخوا ایالت پېښور کې نن دوشنبه، د یوې نیمهنظامي قوې پر مرکزي دفتر وسلهوال برید شوی دی. د پولیسو په وینا، د ایف سي (فرنټیر کانسټبلري) پر مرکز لومړی وسلهوال برید شوی او وروسته دوه ځانمرګي بریدګر مرکز ته ننوتي دي.
سرچینو ویلي چې په برید کې تر اوسه درې کسان وژل شوي دي.
یو لوړپوړي امنیتي چارواکي، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې، رویټرز ته وویلي: «لومړي ځانمرګي بریدګر د قومندانۍ پر مرکزي دروازه برید وکړ او بل بریدګر مرکزي کمپ ته ننوت.»
هغه زیاته کړه چې د پوځ او پولیسو په ګډون امنیتي ځواکونه سیمه کلابنده کړې ده او په دقت سره عملیات روان دي، ځکه ګومان کېږي چې لا هم یو شمېر وسلهوال د مرکزي دفتر دننه پټ وي.
د ایف سي مرکزي دفتر د پېښور په ګڼ مېشته سیمه کې، د پوځ له کنټونمنټ سره نږدې موقعیت لري.
د سیمې یوه اوسېدونکي، صفدر خان، رویټرز ته ویلي: «لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې او سیمه د پوځ، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو تر کلابندۍ لاندې ده.»
