رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو، اوکراین، فرانسې، بریتانیا او جرمني د ملي امنیت سلاکاران نن یکشنبه، د لیندۍ په ۲مه، په جینوا کې غونډه کوي څو د ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې د مسودې په اړه خبرې وکړي، هغه طرحه چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې شوې ده.
، ټاکل شوې چې امریکا ځانګړی استازی سټیو ویتکاف، او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر او مارکو روبیو نن سویس ته لاړ شي څو د روسیې د برید ختمولو په تړاو خبرې اترې وکړي؛ هغه جګړه چې اوس په څلورم کال کې داخله شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، تر پنجشنبې پورې وخت لري چې هغه ۲۸ مادېز پلان تایید کړي؛ هغه پلان چې له کییف څخه غواړي د خپلې خاورې یوه برخه ورکړي، پر پوځ یې محدودیتونه ومني او ناټو کې له خپل غړیتوب اخېستو تېر شي.
یوه امریکایي چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ویلي: «موږ هیله لرو وروستي جزییات تایید کړو… څو داسې توافق مسوده برابره کړو چې د هغوی (اوکراین) په ګټه وي.»
نوموړي د ټرمپ او زیلنسکي ته په اشاره زیاته کړې: «تر هغه چې دواړه ولسمشران له یو بل سره ونه ګوري، هیڅ توافق به نهايي نه شي.»
دغه چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د پوځ وزیر دانیل ډریسکول، د غونډې تر پیلېدو مخکې جینوا ته رسېدلی، او ټاکل شوې چې د شنبې ماښام د اوکراین یو پلاوی هم خبرو لپاره حاضرشي، .
وکراین خپله ګډون هم تایید کړی دی.
د «ای–۳» په نوم د اروپايي درېیو هېوادونو –فرانسې، بریتانیا او جرمني– د ملي امنیت سلاکاران، د اروپايي ټولنې تر څنګ، خبرو کې ګډون کوي.
ورته وخت کې ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې ایټالیا هم یو رسمي استازی استوي.
اروپايي مشران او د لوېدیځو هېوادونو یو شمېر چارواکو د شنبې ورځ ویلي چې د امریکا د سولې پلان کې، د روسیې هغه خبرې منل شوي، چې د خبرو اترو لپاره بنسټ جوړوي، خو لا نورو کارونو ته اړتیا ده؛ ځکه هڅه کېږي چې د پنجشنبې د وروستي ضربالاجل تر رارسېدو مخکې د کېف لپاره غوره توافق برابر شي.
د جرمني یوې دولتي سرچینې ویلي چې د اروپا د سولې د پلان مسوده چې د امریکا پر وړاندیز ولاړه ده، له اوکراین او د امریکا له حکومت سره شریکه شوې ده.
له خبرو مخکې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، خبرداری ورکړی چې دا طرحه اوکراین د عزت او ازادۍ له لاسه ورکولو یا د واشنګټن د ملاتړ له کمېدو سره مخ کولی شي.
، د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین، دغه طرحه د شخړې د هواري لپاره «بنسټیزه نقشه» بللې؛ خو مسکو کېدای شي د طرحې له هغو برخو سره مخالفت وکړي چې پکې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو د روسي ځواکونو د شاتګ غوښتنه پکې شوې وي.
