سیاست

ایران: د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ کمولو لپاره د سیمه‌ییزې ناستې هڅې روانې دي

ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د یکشنبې په ورځ وویل تهران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوسنۍ ترینګلتیا د کمولو او ثبات د ټينګښت لپاره د یوې سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدو هڅې کوي.

عراقچي په تهران کې د یوه غونډې په څنډه کې ویلي، چې د دې ناستې د نېټې، ځای او ګډون کوونکو هېوادونو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې، خو ایران دې برخه کې هڅې کوي او په وروستیو ورځو کې له اړوندو لورو سره ټلیفوني اړیکې نیول شوې دي.

هغه وویل: «هیله لرو چې دا هڅې پایله ورکړي او ان‌شاءالله په دې تړاو یوه سیمه‌ییزه غونډه جوړه شي.»

اوس مهال د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو کچه بې باورۍ حالت کې ده.

که څه هم په دوحه او استانبول کې درې پړاونه خبرې وشوې، خو دواړه لوري د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ډیورنډ کرښې څار پر موضوعاتو هوکړې ته ونه رسېدل.

تر ټولو وروستۍ پایله یوازې د اوربند د دوام ژمنه وه او د نوو خبرو کوم نښې نشته.

پاکستان ویلي چې په استانبول کې د خبرو پرمختګ د طالبانو له لوري د وسله‌والو ډلو پر ضد د عملي اقدام پورې تړلی دی.

، د پاکستان د سنا پخواني مرستیال آصف صدیقي، وايي: «زه فکر نه کوم چې دا ستونزه د TTP پر سر حل شي.

ځکه چې TTP په تېرو درېیو کلونو کې له طالبانو سره په افغانستان کې یو ځای و او پناه یې ورکړل شوې وه.

زه نه فکر کوم چې طالبان به د پاکستان په فشار TTP محدود یا له منځه یوسي.»