حماس ډلې د یوه بل اسرائيلي اسیر مړی د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې اسرائیل ته سپارلی، خو په غزه کې لا هم د خوراکي توکو، سرپناه او بشري مرستو کموالی دوام لري.
د اسرائيل حکومت د مړي د لېږد تایید کړی او ویلي یې دي چې لا هم د شپږو نورو اسیرانو مړي په غزه کې پاتې دي. د دغو مړیو بېرته سپارل د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د هوکړې یوه مهمه برخه ده، خو اسرائیل حماس تورن کړی چې ټول مړي یې نه دي سپارلي.
حماس وايي، د ویجاړیو او د اسرائيلي محدودیتونو له امله د مړیو موندل له ستونزو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سره له اوربند، غزې ته د مرستو اندازه لا هم کافي نه ده. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: «ژمی را روان دی، خلک له لوږې کړیږي، او موږ عاجل لاسرسي ته اړتیا لرو.»
په همدې حال کې، زرګونه بېځايه فلسطینیان د خیریه پخلنځیو له مرستې پرته د خوړو توان نه لري. یوې بېځايه شوې مور ویلي: «هغوی وايي اوربند دی، خو دا یوازې د نوم اوربند دی – محاصره لا هم دوام لري.»
د غزې چارواکو ویلي، اسرائيلو د اوربند له پیل راهیسې هره ورځ په اوسط ډول یوازې ۱۴۵ د مرستې لارۍ پرېښې دي، حال دا چې د هوکړې له مخې باید ۶۰۰ لارۍ داخلې شي.
همدارنګه، د نړيوال کډوالو شورا ویلي چې اسرائيلو د سرپناه د مرستو، خیمو او کمبلو د لېږد ۲۳ غوښتنې رد کړې دي.
