امنیت

ځانګړی: د طالبانو یو چارواکی وايي ښايي د ترکیې ناسته وغځېږي

File photo from first round of Taliban-Pakistan talks in Doha. Oct. 2025.

یو لوړپوړي طالب چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، «آمو» ته ویلي چې په ترکیه کې د طالبانو او د پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې «ممکن وغځېږي.»

نوموړي ټینګار کړی چې دا موضوع «تر اوسه روښانه نه ده، خو د ترکیې سرچینو دا خبره تایید کړې ده

په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو څلور ورځنۍ خبرې اترې د ځینو مشخصو اختلافونو له امله له کړکېچ سره مخ شوې.

تېره چهارشنبه، د طالبانو یوې سرچینې «آمو» ته ویلي چې د ترکیې په مذاکراتو کې د دواړو لورو ترمنځ یوه ماده جنجالي شوې ده، او هغه دا ده چې د «پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه دې په پاکستان کې ودرول شي.

دغه طالب چارواکی زیاتوي چې د پاکستاني پلاوي غوښتنه دا وه چې طالبان دې د ټي ټي پي فعالیتونه په خپله خاوره کې مهار کړي، خو طالبانو ورته ویلي چې «دا د دوی دنده نه ده» او یوازې کولای شي د هغه چا مخه ونیسي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان برید کوي.

سرچینې دا هم ویلي چې طالبانو له پاکستاني لوري غوښتنه کړې چې اجازه ورنه کړي څو د «داعش» ډلې غړي د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پر ضد بریدونه طرحه کړي.

د طالب چارواکي په وینا، د ترکیې د خبرو پر مهال د طالبانو درېیمه غوښتنه دا وه چې د افغانستان په فضا کې د بې‌پيلوټه الوتکو (ډرونونو) ګزمه بنده شي، خو د پاکستان پلاوي له ټولو دغو دریو غوښتنو منلو ډډه کړې ده.

طالبانو او پاکستان دواړو په تېرو څو ورځو کې یو پر بل د استانبول د څلور ورځنیو خبرو د کوکېچ پړه اچولې ده.