سوداګري

کندهار کې اورلګېدنې ميلیونونه افغانۍ زيان اړولی دی

د يکشنبې پر ورځ د غرمې د ۰۱:۰۰ بجې شاوخوا د کندهار په صنعتی پارک کې د وچې مېوې په يوه مارکېت کې اور ولګېد، چې له امله یې په ميلیونونو افغانۍ زيان واوښت.

د اورلګېدنې لامل تر اوسه روښانه نه دی، خو د کندهار د اوروژنې ډله وتوانېده اور د مازدیګر ۰۴:۰۰ بجو شاوخوا مړ کړي.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند عطاءالله زيد وایي: «د اوروژني عمليات د کندهار د اطفایې رياست د يوه کارکونکی حمدالله له لوري ترسره شول، چې په مټ يې د کندهار په صنعتي پارک کې لګېدلی اور مړ او د هر ډول زيان او تلفاتو مخه ونيول شوه.»

خو د وچې مېوې د دغه مارکېټ یو مسوول ثناءالله وایي، چې په اورلګېدنه کې دوی ته ۲۴۰ زره امريکایي ډالره زيان اوښتی دی.

هغه وایي، د اوروژنې ډلې له اورلګېدني یو ساعت وروسته د پېښې ځای ته ورسېدې او تر درېيو ساعتونو پورې يې کارکوونکي د اور پر له منځه وړو بريالي نه شول.

ثناءالله وایي، که څه هم د اور د له منځه وړلو له امله د لږ اندازه زيان مخه نيول شوې، خو له سيمي سره د اطفایې د مامورينو د نه بلديت په پایله کې د لګېدلي اور مهار زیات وخت ونيوه.

نوموړی وایي: «اورلګېدنه د ۰۱:۰۰ بجې شاوخوا د کندهار په صنعتي پارک کي د وچې مېوې د پروسس په يوه مارکېټ کي رامنځته شوه، چې له امله یې تر ۲۴۰ زره امريکایي ډالرو پوري زيان واوښت، د اوروژنې کارکوونکي غیرمسلکي برېښېدل او د اور له منځه وړو زیات وخت ونیوه.»

په همدې حال کې د کندهار د اطفايې په رياست کې يوه سرچينه وايي، چې دوی مخکې د اوبو د کمښت له امله پر وخت اجرات نشوای کولای، خو اوس چې اوبه شته ځينې پخواني او مسلکي مامورين نشته.

په کندهار ولایت کې ډېر وخت د اورلګېدنو له امله زيانونه رامنځته کیږي او په ډېری مواردو کې د اوروژنې ډلې په وخت نه رسېږي، چې مسوولین يې تل لامل د ماسټر پلان خلاف د ښار جوړښت بولي.