د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي چې د سرحد هاخوا بریدونو دوام به درنې پایلې ولري. هغه ټینګار کړی چې اسلاماباد به نور د پولې له هغې خوا د «خیانت» او «ملنډو» زغم ونهلري.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سرحدي بریدونو او د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټيټيپي) سره د مبارزې په اړه، په استانبول کې د پاکستاني او طالبانو پلاوو تر منځ څلور ورځنۍ خبرې اترې له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې.
اصف په دې بیانیه کې ویلي:«پاکستان اړتیا نهلري چې د طالبانو رژیم د بشپړه لهمنځه وړلو او بېرته په غارونو کې د هغوی د پټېدو لپاره، له خپلې کوچنۍ پوځي وړتیا استفاده وکړي. که هغوی دا غواړي، نو کېدای شي په توره بوره کې د هغوی د ماتې صحنې ننداریزې وي.»
هغه طالبان تورن کړي چې د «غاصب حکومت» او «جګړیز اقتصاد» د ساتلو لپاره افغانستان یوې بلې جګړې ته بیایي. اصف خبرداری ورکړ چې د طالبانو ګواښونه «تش او ننداریز» دي او د پاکستان پر خاورې هر راتلونکی برید به له قاطع او دروند ځواب سره مخ شي.
د استانبول په مذاکراتو کې تاوتریخوالی
د استانبول خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب، له طالبانو د پاکستان غوښتنو ته متمرکزې وې: د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) پر وړاندې جدي اقدام؛ هغه ډله چې اسلاماباد ادعا کوي له افغانستانه د بریدونو لپاره کار اخلي.
پاکستاني چارواکي وایي چې په خبرو کې د ټيټيپي د فعالیتونو په اړه «نه ردېدونکي شواهد» وړاندې شول او دا شواهد د کوربه هېوادونو له خوا هم تایید شول؛ خو طالبانو هېڅ ځانګړی تعهد ونه کړ.
په مقابل کې، د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي آمو ټلوېزیون ته ویلي چې په خبرو کې لوی خنډ په افغانستان کې د ټيټيپي د فعالیتونو پر بشپړو بندېدو د پاکستان ټینکار و.
هغه زیاته کړې طالبان ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر وړاندې د برید لپاره ونه کارول شي؛ خو څه چې په پاکستان کې پېښېږي، «زموږ مسوولیت نهدی.»
هغه دا هم ویلي چې د طالبانو پلاوي په خبرو کې درې لویې غوښتنې مطرح کړې چې بې ځوابه پاتې شوې: د پاکستان له خاورې د داعش د بریدونو مخنیوی، د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو بندېدل او د سوداګرۍ او سیاسي شخړو جلا کول.
متقابل تورونه او سخت ګواښونه
اصف په خپلې بیانيې کې طالبان تورن کړي چې د واک د ساتلو لپاره افغانستان او بې ګناه خلک یې بیا ویجاړۍ ته بیایي. هغه ویلي چې طالبان د پاکستان په عزم کې تېروتي دي.
هغه ویلي: «کهچېرې طالبان په لیونتوب د افغانستان د ویجاړۍ په لور مخته ولاړ شي، دا د هغوی خپله مسؤلیت دی.»
په ځواب کې، طالبانو هغه څه چې د پاکستان «ګواښ او زورواکي» بللې، رد کړې ده.
په وروستیو ورځو کې، طالب چارواکو خبرداری ورکړی چې د پاکستان هر پوځي اقدام به له «قاطع او متقابل» ځواب سره مخ شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، محمد نعیم وردک، په ټولنیزو رسنیو لیکلي: «که هر برید وشي، اسلاماباد به ځپونکی ځواب ترلاسه کړي.»
دا تاوتریخوالی په داسې حال کې زیاتېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي لارې په پرلهپسې توګه د اتلسمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي، هغه اقدام چې سوداګري، تګ راتګ او د زرګونو کسانو ژوند یې په دواړو خواوو کې ګډوډ کړی دی.
ورته مهال، پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. تېره اوونۍ، یوازې په یوه ورځ نږدې ۸ زره کسان له پاکستانه ایستل شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه او نړۍوالې ادارې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د پراخو ایستلو له څپې اندېښنه ښودلې ده.
بخلوا شنونکي خبرداری ورکوي چې د استانبول خبرو ناکامي کېدای شي دواړه خواوې یوې خطرناکې مخامخ کېدو ته سوق کړي— هغه تقابل چې کولی شي د سیمې امنیت نور هم وګواښي.
