امنیت

طالبان: د استانبول په خبرو کې پر ډېرو موضوعاتو هوکړه شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو، چې دا مهال د ترکیې استانبول ښار کې روان دی، درېیمې ورځې ته رسېدلی او پر ډېرو موضوعاتو هوکړه شوې ده. تمه ده چې د نن ورځې تر پایه یوه بشپړه موافقه رامنځته شي.

راپور زیاتوي، د خبرو په پای کې به دواړه خواوې ګډه اعلامیه خپره کړي. که څه هم ملي ټلوېزیون د هوکړې شوې موضوعاتو جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویل شوي چې د پر کرښه د تګ راتګ د لارې د پرانیستو، د بندیانو د خوشې کولو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای د ټاکلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه پرېکړې به پکې شاملې وي.

سرچینې وایي، امکان شته چې دا خبرې به د نن شپې تر ناوخته دوام وکړي.

له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، د دوی او د پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو دویم پړاو درېیمې ورځې ته رسېدلی او د مثبتو پایلو هیله لري. نوموړي ملي ټلوېزیون ته ویلي، طالبان د ستونزو د حل لپاره خبرو اترو ته ژمن دي، خو که پر افغانستان برید وشي، متقابل غبرګون به وښيي.

بلخوا د پاکستاني «جیو نیوز» د راپور له مخې، د اسلام‌اباد د وروستي دریځ له وړاندې کولو وروسته، د خبرو دویمه ورځ بې‌پایلې پای ته رسېدلې وه. د دې سرچینې په وینا، پاکستاني پلاوي له طالبانو غوښتي چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره عملي او څرګند ګامونه پورته کړي.