سوداګري

هلمند کې د پنبې کرکيله زياته شوې

سويلي ولایت هلمند، چې د نشه یې توکو د توليد له اړخه نړيوال شهرت لري، تازه پکې د پنبې کرکيله زياته شوې ده.

د هلمند  لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير محمد نسيم مسلم وایي، سږکال دغه ولایت کې د پنبې پراخه کرکیله شوې، خو جوتوي، چې بې‌وخته ورښتونو، وچکالۍ او یو لړ طبیعي نباتي ناروغۍ د دې لامل شوې چي کروندګر د پنبې کم حاصلات ترلاسه کړي.

مسلم وایي: «سږ کال د هلمند په ۱۵۳۷۰ هکټاره کرنیزو ځمکو پنبه کرل شوې، چي دا د تیر کال په پرتله زیاته پنبه ده، خو د یو لړ نباتي ناروغیو او وچکالۍ له کبله سږ کال د پنبې حاصلات کم دي.»

تیر کال د هلمند په ۱۳۱۷۴ هکټاره کرنیزو ځمکو پنبه کرل شوې وه، چې ۵۰۰۶۱۲ ټنه حاصلات ترې لاسته راغلي وو.

هلمندي کروندګر وایې سږکال د کوکنارو د نه کرنې له امله د دې ولایت په زياتو ځمکو پنبه کرل شوې ده.

د لښکرګاه ښار د کاریزي سیمي اوسیدونکو محمد حسین او الله داد د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، سره له دې چې د کال تر دې مهاله پنبه ښه بیه او مارکېټ لري خو د کرنیزو توکو لوړه بیه، وچکالي او په کروندو ورګډه شوې سږنۍ طبیعي نباتي ناروغۍ هغه لاملونه دي چې ښایې له کبله یې سږکال په خپلو کروندو شوي لګښتونه پوره نه شي کړای.

ورته وخت د هلمند د سوداګرۍ خوني مشر غلام یحیی پښتون وایې؛ د بُست دولتي فابریکې په ګډون دغه ولایت کي دمګړی ۳۵ د پنبې کارخونې فعالې دي.

د ده په خبره که چېرې یادي ټولي فابریکې د هلمند سږنۍ پنبه پروسس کړي نو به وکولای شي، چې درې ولایتونو ته د پنبدانې غوړي، اته ولایتونو ته کُنجاړه او لس ولایتونو ته صابون ورکړي.

هلمندي کروندګر په داسي حال کې سږکال د غیر موسمي بارانونو او نباتي ناروغیو له کبله د ور اوښتو زیانونو خبره کوي، چې د هېواد ګڼو نورو ولایتونو کې هم غیرې موسمي ورښتونو او نباتي ناروغیو کروندګرو او باغ لرونکو ته زيانونه اړولي دي.