امنیت

مصر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

د مصر حکومت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند موافقه یو مثبت او مهم ګام بللی او هیله یې ښودلې چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګښت لامل شي.

دغه څرګندونې د مصر د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۰مه، په یوه رسمي خبرپاڼه کې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې مصر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اکتوبر پر ۱۹مه د شوي اوربند هرکلی کوي، او دا یو مهم اقدام ګڼي چې موخه‌یې دایمي سولې او ثبات ته لاره هوارول دي.

مصر هیله لري چې دا هوکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولي شخړو د کمېدو، د وینې تویېدو د مخنیوي او د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لامل شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د شخړو د حل لپاره باید له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو کار واخیستل شي، او مصر به د هر هغه نوښت او هڅې ملاتړ کوي چې هدف‌یې د شخړو سوله‌ییز حل وي.