د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو مهمه ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه، چې منځګړیتوب یې د قطر دولت او د ترکیې جمهوریت کولو.
په دې ناسته کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ګډون درلود، او دواړو لوریو د اوږدو خبرو وروسته د سمدستي اوربند هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړې له مخې، دواړه هېوادونه به له شخړو او پوځي نښتو ډډه کوي او د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به ګډې تخنیکي کمېټې جوړوي.
دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په نږدې ورځو کې به تعقیبي غونډې ترسره کړي، څو د اوربند د تطبیق څرنګوالی وارزوي او د هر ډول احتمالي سرغړونې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وڅېړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هوکړه د سیمې د ثبات، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اعتماد د فضا د رامنځته کولو، او د تلپاتې سولې د بنسټ ایښودلو په لور یو مهم ګام دی.
