امنیت

ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د منځګړیتوب چمتووالی اعلان کړ

انځور- ارشیف څخه د ایران د بهرنیو چارو زویری عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تهران چمتو دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو د کمولو په موخه د منځګړي رول ولوبوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تأیید کړې، چې امیرخان متقي نن د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د تلیفوني خبرو پر مهال د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې خبرو کې له دواړو لورو غوښتنه کړې چې زغم وکړي، د دښمنۍ لړۍ ودروي، او خپلې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالي دوام به نه یوازې د انسانانو مرګ‌ژوبله رامنځته کړي، بلکې د سیمې ثبات به هم له خطر سره مخ کړي.

عراقچي ټینګار کړی چې ایران چمتو دی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د راکمولو او ګټورو خبرو د اسانتیالپاره مرسته وکړي.

له بلې خوا، امیرخان متقي په دې خبرو کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاورې د سرغړونې یادونه کړې او ویلي یې دي: «موږ د جګړې غوښتونکي نه یو، خو جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې ده.»

هغه زیاته کړې چې دا مهال د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د طالبانو د دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې خبرې روانې دي، او دوی د دغو خبرو د پایلو ته په تمه دي.

عراقچي بیا ټینګار کړی چې دا شخړه باید د ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لورو د هلمند سیند د اوبو د حق‌الابه پر موضوع هم خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې طالبان باید د اوبو تړونونو ته پابند پاتې شي، تخنیکي همکارۍ پراخې کړي، د اوبو د ګډ مدیریت له لارې د ضایعاتو مخه ونیسي، او د ایران د اوبو برخه تضمین کړي.