امنیت

زلمی خلیلزاد: پاکستان د سولې او ثبات پر ځای د اوربند ماتولو ته ترجیح ورکړې

د افغانستاان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د قطر حکومت توانېدلی چې افغانستان او پاکستان د ۴۸ ساعته اوربند د غځولو په اړه قانع کړي، او د دواړو هېوادونو د دفاع، استخباراتو او کورنیو چارو وزیران یې د خبرو لپاره دوحې ته بللي دي.

خلیلزاد دا څرګندونې د شنبې په ورځ پر خپل اېکس (پخوانی ټویټر) پاڼه خپرې کړې دي. نوموړی وایي، د قطر د بلنې موخه دا وه چې دواړه هېوادونه د دایمي اوربند او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.

خو د هغه په وینا، پاکستان اوربند مات کړی او د پکتیکا ولایت، ارګون ولسوالۍ یې تر برید لاندې نیولې ده. خلیلزاد زیاته کړې چې د راپورونو له مخې، په دې برید کې اته ځوان کرېکټ‌لوبغاړي او یو شمېر نور ملکي کسانوژل شوي دي.

هغه لیکلي:

«د افغانستان خلک د جګړو له لسیزو وروسته د بیا رغونې هڅه کوي، خو د مرستې پر ځای، له ګاونډي پاکستان څخه بمبارونه او د کډوالو شړل زغمي. افغانستان ته د سلګونو زرو کډوالو د شړلو له کبله پاکستان لا هم له نیوکو لاندې دی.»

خلیلزاد په خپل پیغام کې لیکلي:

«قطر یو صادق منځګړی دی؛ خو ایا پاکستان هم یو صادق ګاونډی دی؟ که ریښتیا وي، باید بریدونه بند کړي، د اوربند درناوی وکړي، خپلې کورنۍ ستونزې ومني، او د قطر د سولې هڅو سره رښتینې همکاري وکړي.»