د چهارشنبې په ورځ د بشري مرستو لسګونه لارۍ د غزې تړانګې پر لور روانې شوې، او وروسته له هغه چې حماس د نورو اسرائیلي بنديانو مړي وسپارل، اسراییلو د رفح سرحدي دروازې د پرانیستلو چمتووالی پیل کړی. دا پرمختګ د هغه تاوتریخوالي د بیا راګرځېدو اندېښنې راکمې کړې چې د نازک اوربند ګواښ یې کولو.
اسراییل خبرداری ورکړی و چې که حماس د مړو د بېرته سپارلو بهیر چټک نه کړي، نو رفح به وتړي او د مرستو اندازه به راکمه کړي. خو د چهارشنبې تر ماښامه حماس د سره صلیب له لارې د دوو نورو مړو تابوتونه وسپارل، او اټکل کېږي چې شاوخوا ۶۰۰ د مرستو لارۍ به نن غزې ته ننوځي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د اوربند منځګړیتوب یې کړی، ویلي که حماس تړون ونه مني، ښایي اسراییلو ته د جګړې د بیا پیل اجازه ورکړي.
حماس تر اوسه ټول ژوندی بنديان او هغه مړي سپارلي چې موندل یې ممکن وو، خو ویلي یې دي چې د پاتې مړو د موندلو لپاره ځانګړو وسایلو ته اړتیا لري. د تړون له مخې اسراییل هم باید د ۳۶۰ فلسطینیانو مړي بېرته وسپاري، چې لومړۍ ډله یې د سهشنبې په ورځ سپارل شوې ده.
د رويټرز ویډیو ښيي چې د مصر له لوري مرستې د رفح بندر پر لور خوځېدلې، په لاریو کې تېل او خوراکي توکي شامل دي. ټاکل شوې چې رفح دروازه د پنجشنبې له ورځې د خلکو د تګ راتګ لپاره هم خلاصه شي.
په غزه کې حماس د ځايي قبایلو پر ضد امنیتي عملیات پیل کړي او څو کسان یې د “اسراییلو سره د همکارۍ” په تور اعدام کړي دي. د فلسطین ولسمشر محمود عباس دغه اقدامات غندلي، او د امریکا پوځ له حماس غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي او بې وسلې شي.
اسراییلي ځواکونه د اوربند له تړون سره سم د غزې له ښارونو شا تګ کړی او د “ژېړې کرښې” تر شا ځای پر ځای دي.
دغه تازه پرمختګونه د غزې د جګړې د پای ته رسولو په لور یو مهم ازموینې پړاو بلل کېږي.
