امنیت

طالبانو او پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په کندهار کې نښته کړې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ او د چمن سیمې کې نښته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا نښته د چهارشنبې په سهار شاوخوا ۳ بجې (د تلې ۲۳مه) پیل شوه، خو اوس یې شدت کم شوی دی. تر اوسه د دواړو لورو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم.

د طالبانو د سپین بولدک د اطلاعاتو امر، علي‌محمد حقمل، پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې په جګړه کې درنې وسلې کارول شوي دي. نوموړي د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې «اوس هم په سیمه کې جګړه‌ییز وضعیت روان دی.»

بلخوا د طالبانو تر واک لاندې  ملي ټلویزیون په خپره کړې ویډیو کې د ګڼو پاکستاني ځواکونو مړي لیدل کېږي او د سپین بولدک کمېشنر وايي، چې پاکستاني ځواکونو ته بېساري تلفات اړولي او لا هم جګړه روانه ده.

سرچیني زیاتوي، د نښتې له پیل سره سم بې‌پیلوټه الوتکې د سپین بولدک پر فضا ګرځېدلې، او د پاکستان له لوري د هاوان ګولۍ هم توغول شوې دي.

راپورونه ښيي چې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۲۲مه) هم د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د کندهار د ښوراوک او شورابک ولسوالیو په پوله نښتې شوې وې.

دغه نښتې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان جنګي الوتکو د پنجشنبې په شپه (د تلې ۱۷مه) د کابل او پکتیا ځینې برخې بمبار کړې وې. د طالبانو د ویاند په وینا، که څه هم په پلازمېنه کې د برید کوم ښکاره نښه نه ده لیدل شوې، خو دغه کار یې «د افغانستان د حریم څرګند نقض» بللی دی.