نړۍ

پوتین: روسي ځواکونو سږکال په اوکراین کې نږدې ۵۰۰۰ مربع کیلومتره سیمه نیولې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې روسي ځواکونو د اوکراین نږدې ۵۰۰۰ مربع کیلومتره سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د جګړې په ډګر کې د روسیې ستراتیژیک ابتکار په بشپړ ډول د مسکو په لاس کې دی.

پوتین دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د خپلې زوکړې ۷۳مې کالیزې په مناسبت د لوړپوړو پوځي چارواکو په یوه غونډه کې وکړې. هغه وویل، د اوکراین پوځ د جګړې په ټولو برخو کې په شا روان دی، سره له دې چې سخت مقاومت کوي. د ده په وینا، د اوکراین هڅې چې د روسیې خاوره وولي، د جګړې پر بهیر هېڅ اغېز نه لري.

پوتین زیاته کړه: “د روسیې وسله‌وال ځواکونه دا مهال د جګړې بشپړ ستراتیژیک نوښت په لاس کې لري. سږکال مو نږدې ۴۹۰۰ مربع کیلومتره سیمه او ۲۱۲ کلي او ښارګوټي آزاد کړي دي.”

د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي، چې د جګړې په ډګر کې یې دوه نور کلي هم نیولي دي. د روسیې لوی درستیز جنرال والېري ګیرسیموف ویلي، روسي پوځیان “په نږدې ټولو لوریو کې پرمختګ کوي” او اوکرایني ځواکونه هڅه کوي د دوی د پرمختګ مخه ونیسي.

د ګیرسیموف په وینا، تر ټولو سخته جګړه د دونیڅک ولایت د پوکروفسک شاوخوا او د ډنیپروپتروفسک په لور روانه ده. ده وویل، روسي ځواکونه د سیورسک او کوستیانتینیوکا ښارونو پر لور هم مخ پر وړاندې دي، او په شمال کې د سوومي او خارکیف په سیمو کې د امنیتي کمربندونو د جوړولو هڅې کوي.

بل‌خوا، د اوکراین چارواکو د روسیې وروستي پرمختګونه “ناکام” بللي او ویلي یې دي چې مسکو سږکال د اوکراین یو لوی ښار هم نه‌دی نیولی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، د دوی پوځ په دونیڅک ولایت کې، په ځانګړي ډول د دوبرپولیا شاوخوا، پرمختګ کړی او په سرحدي سیمه سوومي کې یې ځینې برخې بېرته نیولي دي.

د روسیې ادعا شوې لاسته راوړنې د اوکراین د خاورې شاوخوا یو سلنه برخه جوړوي، خو مسکو اوس مهال د دغه هېواد نږدې شل سلنه سیمه تر خپل کنټرول لاندې لري.