امنیت

سرچینې: نامعلومو وسله‌والو جلال‌اباد ښار کې یو سپین‌ږیری په ډزو وژلی

ځایي سرچینې وايي چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله‌والو یو سپین‌ږیری سړی په ډزو وژلی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) د مخابراتو څلور لارې ته څېرمه د سولرو کوڅې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د وژل شوي کس د هویت او شناخت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې د طالبانو جنګیالیو د مقتول مړی د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولی دی.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی او د طالبانو ځایي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې جلال اباد او د ختیځو ولایتونو نورې سیمې د نا امنیو، هدفي وژنو او وسله والو غلاوو د زیاتوالي شاهدې دي چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي. د خلکو په وینا د طالبانو امنیتي مسوولین د ښاري امنیت په برخه کې ناکام دي او دغسې پېښو مخه نه نیول کېږي.