نړۍ

شمالي کوریا ملګرو ملتونو ته: هېڅکله به له اټومي پروګرام لاس وانخلو

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کیم سون ګیونګ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي چې هېواد یې هېڅکله له خپل اټومي پروګرام لاس نه اخلي، ځکه چې دا غوښتنه د حاکمیت او د موجودیت د حق د تسلیمېدو په مانا ده.

کیم دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د عمومي اسمبلۍ په ۸۰مه ناسته کې وکړې. دا لومړی ځل دی، چې له ۲۰۱۸ وروسته پیونګ یانګ د لوړ پوړې استازي په کچه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.

هغه وویل: «له شمالي کوریا د بې‌اټومۍ غوښتنه د دغه هېواد د حاکمیت، د ژوند د حق او د اساسي قانون د نقض په معنا ده. موږ هېڅکله له خپل حاکمیت، د بقا له حق او اساسي قانون څخه نه تېرېږو».

کیم زیاته کړه چې د امریکا او د هغې د متحدانو د زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې د دوی «پیاوړې پوځي مخنیوي وسلې» د جګړې د احتمالي پارولو هڅې خنثی کړي او په کوریايي ټاپووزمه کې یې د ځواک توازن ساتلی دی.

د شمالي کوریا مرستیال وزیر ټینګار وکړ چې اټومي وسلې د دوی «دولتې قانون، ملي تګلاره، حاکم حق او د بقا تضمین» دی او «په هېڅ حالت کې به ترې لاس وانخلي».

شمالي کوریا له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې ده، هغه بندیزونه چې د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پروګرام د درولو لپاره په پرله‌پسې ډول سخت شوي دي؛ خو روسیه او چین ټینګار کوي چې دغه بندیزونه باید د بشردوستانه دلایلو له مخې نرم شي څو پیونګ یانګ د خبرو اترو مېز ته راوګرځي.

له بلې خوا، د روسیې او شمالي کوریا اړیکې د ۲۰۲۲ کال له راهیسې، کله چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، لا نږدې شوي. د دواړو هېوادونو مشران – ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون – یو د بل هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.