امنیت

سرچینې: بدخشان کې د ملي امنیت پخوانی کارمند د طالبانو له خوا نیول شوی او وژل شوی

عکس از کارمند پیشین امنیت ملی که در بدخشان کشته شده است

ځایي سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو تېره شپه، د نسي درواز ولسوالۍ د «غومي شاخدرې» کلي اوسېدونکی، عبدالرشید د عبدالستار زوی، چې پخوا د ملي امنیت کارمند و، لومړی نیولی او وروسته یې مړی کورنۍ ته سپارلی دی.

د سرچینو په وینا، عبدالرشید چې پخوا د ملي امنیت ریاست کارکوونکی و، د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته تښتېدلی و، خو څو میاشتې وړاندې د ایران له لوري شړل شوی او بېرته افغانستان ته راستون شوی و.

سرچینې زیاتوي چې نوموړي خپله کورنۍ کندوز کې پرېښې وه او خپله د بدخشان زادګی ته تللی و. د هغوی په خبره، عبدالرشید څو ځله هڅه وکړه چې د طالبانو د نسي ولسوالۍ له ولسوال جمعه فاتح سره وګوري او د عفو کارت ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.

منابعو وویل چې نوموړی د ژوند د ګذران لپاره د سرو زرو په یو کان کې مزدوري کوله، خو تېره شپه د طالبانو له لوري «نیول شوی، شکنجه شوی او بیا وژل» شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.