د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ لسګونو هېوادونو مشران د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې ملاتړ کوي، خو امریکا او اسراییل یې سخت مخالف دي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سعودي عربستان په همکارۍ په یوه ځانګړې غونډه کې اعلان وکړ چې فرانسه به فلسطین په رسمیت وپېژني. هغه وویل: “موږ باید د سولې لپاره لاره هواره کړو او د دوه دولتونو د حل امکان وساتو.” د هغه خبرې د غونډې له تودو چکچکو سره بدرګه شوې.
د بریتانیا، کاناډا، استرالیا، لوګزامبورګ، مالټا، بلجیم او موناکو په ګډون ګڼو اروپایي هېوادونو هم د فلسطین د رسمیت پېژندنې پرېکړه کړې ده. د فلسطین ولسمشر محمود عباس، چې د امریکا ویزه یې نه وه ترلاسه کړې، د ویډیو له لارې ګډونوالو ته وینا وکړه او غوښتنه یې وکړه چې فلسطین د ملګرو ملتونو بشپړ غړی وپېژندل شي.
خو امریکا او اسراییل غونډه تحریم کړه. د اسراییل د ملګرو ملتونو استازي داني دنون وویل، دغه ډول پرېکړې د سولې پروسې ته زیان رسوي او د فلسطین د دولت موضوع باید یوازې د دواړو لورو ترمنځ هواره شي. د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا ټینګار کړی چې د حماس د “له منځه وړلو” تر وخته به جګړه روانه وي او د فلسطین دولت به هېڅکله په رسمیت ونه پېژني.
په غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني او د هسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز هم د فلسطین د رسمیت پېژندنې پر اهمیت خبرې وکړې.
اسراییل د غزې جګړه کې د خپل چلند له امله له پراخ نړیوال انتقاد سره مخ دی. د فلسطیني سرچینو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې له ۶۵ زرو زیات کسان وژل شوي دي. اسراییل تازه د غزې ښار پر ضد ځمکنۍ حملې پیل کړي دي، او د اوربند کومه نښه نه لیدل کېږي.
که څه هم د اروپایي هېوادونو ډېری اوس فلسطین پېژني، خو جرمني او ایټالیا وایي چې لا وختي دی. جرمني ټینګار کوي چې رسمیت باید د یوې سیاسي پروسې په پای کې اعلان شي، او ایټالیا دا کار “زیانمن” بولي.
اسراییل ګواښ کړی چې ښايي د ځواب په توګه د لویدیځې غاړې ځینې سیمې خپله کړي او پر فرانسې ځانګړي اقدامات وکړي. څېړونکي خبرداری ورکوي چې دا ډول اقدام به د سیمې ځینې مهم متحدین، لکه د متحده عربي اماراتو، خپه کړي.
سره له دې، د فلسطین بشپړ غړیتوب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې ته اړتیا لري، چې امریکا پرې د وتو حق لري.
