نړۍ

پوتین له ټرمپ سره د اټومي وسلو تړون د یو کال غځولو وړاندیز وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې هېواد یې د «نیو سټارټ» تړون تر ختمېدو وروسته هم د ستراتیژیکو اټومي وسلو د محدودیتونو درناوی د یو کال لپاره دوام ورکړي، خو په دې شرط چې امریکا هم ورته ګام واخلي.

یاد تړون، چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی او په ۲۰۱۱ کې نافذ شوی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اټومي وسلو د شمېر پر محدودولو وروستی نړیوال تړون دی. دغه تړون دواړو لوریو ته یوازې یو ځل د پنځو کلونو د غځولو اجازه ورکړې وه، کوم چې په ۲۰۲۱ کې د پوتین او د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن لخوا عملي شو. دا تړون د ۲۰۲۶ د فبرورۍ پر ۵ نېټه پای ته رسېږي.

پوتین د خپل هیواد د امنیت شورا په غونډه کې وویل:
“روسیه چمتو ده چې د ‘نیو سټارټ’ تړون مرکزي عددي محدودیتونو ته تر ۲۰۲۶ کال وروسته د یو کال لپاره وفاداره پاتې شي. وروسته به د حالاتو د ارزونې له مخې پرېکړه وکړو چې دغه محدودیتونه وساتو او که نه.”

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویټ د پوتین وړاندیز “ښه ښکاري” بللی، خو زیاته کړې یې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په خپله د دې په اړه رسمي دریځ اعلان کړي.

دغه وړاندیز داسې مهال کېږي چې اوکراین هڅه کوي ټرمپ دې ته قانع کړي چې پر روسیې سخت بندیزونه ولګوي. ټرمپ مخکې ویلي وو چې غواړي د تړون له پای ته رسېدو وروسته هم د وسلو محدودیتونه وساتل شي.

د “نیو سټارټ” تړون له مخې، دواړه هېوادونه یوازې ۱۵۵۰ ځای پر ځای شوي اټومي سرګلولې او ۷۰۰ د وسلو لېږدونکي وسایل (توغندي، اوبتلونه او بمبار الوتکې) درلودلی شي.

پوتین ټینګار کړی چې دا وړاندیز د اټومي وسلو د نه خپرېدو په ګټه دی او کولی شي له واشنګټن سره د وسلو د کنټرول په اړه خبرو ته لار هواره کړي. خو هغه ویلي: “دغه اقدام یوازې هغه وخت عملي کېږي چې امریکا ورته چلند وکړي او داسې ګامونه وانخلي چې د مخنیوي توازن ګډوډ کړي.”

سره له دې، د اوکراین جګړې پر سر د مسکو او واشنګټن ترمنځ ژور اختلافونه د دې لامل شوي چې د تړون د نوي کولو یا بیا جوړولو خبرې لا نه دي پیل شوې. ټرمپ څو ځله ویلي چې غواړي نوی اټومي تړون وکړي، خو په کې د چین ګډون هم غواړي، کوم چې بیجینګ رد کړی دی.

د وسلو د کنټرول د ټولنې اجرایوي مشر ډاریل کیمبل د پوتین وړاندیز “مثبت او د هرکلي وړ ګام” بللی او له واشنګټن یې غوښتنه کړې چې ورته غبرګون وښيي.

پوتین همدارنګه خبرداری ورکړی چې مسکو به د امریکا د اټومي او دفاعي فعالیتونو څارنه کوي، په ځانګړي ډول هغه پلانونه چې د توغندیو د دفاعي سیستمونو پیاوړتیا او په فضا کې د مخنیوي توغندیو ځای پر ځای کول پکې شامل دي.

یو روسي سناتور، کونستانتین کساچوف، ویلي چې پوتین امریکا ته د خبرو لپاره “سیګنال” ورکړی دی او هیله څرګنده کړې چې “دا پیغام په سمه توګه واورېدل شي.”