د سوریې موقتي ولسمشر احمد الشراع نیویارک ته رسېدلی څو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې ګډون وکړي. دا له ۱۹۶۷ کال وروسته لومړی ځل دی چې یو سوریایي ولسمشر په دغو ناستو کې برخه اخلي.
د سوریې دولتي خبري اژانس وایي، شراع به د عمومي اسامبلۍ د ۸۰مې ناستې پرانیستې ته خپله لومړنۍ وینا وکړي، چې د سه شنبې په ورځ پیلېږي.
شراع، چې یو وخت په سوریه کې د القاعده مشر و او د هغه د نیولو لپاره لس میلیونه ډالر انعام اعلان شوی و، په مۍ میاشت کې یې لوی ډیپلوماټیک بری ترلاسه کړ. هغه مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ریاض په غونډه کې د هغه حکومت په رسمیت ومانه.
له دې وروسته امریکا د سوریې ډېری بندیزونه لرې کړل او د ټرمپ اداره د شراع د هڅو ملاتړ کوي چې غواړي هېواد بېرته یو موټی او باثباته کړي.
