منځنی ختیځ

برېټانا به د روانې اونۍ په پای کې فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني

د ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، برېټانا به د روانې اونۍ تر پایه رسماً د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني. دا پرېکړه به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له برېټانا د دولتي سفر تر پای ته رسېدو وروسته اعلان شي.

د برېټانا لومړي وزیر کېر سټارمر مخکې خبرداری ورکړی و چې که اسرائیل د غزې د خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي او له حماس سره اوربند ته ونه رسېږي، نو هېواد به یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو اقدام وکړي.

اسرائیل ویلي چې دا ډول اقدام به حماس ته د انعام ورکولو معنا ولري. په عین حال کې، فرانسه، کاناډا او اسټرالیا هم اعلان کړی چې د همدې میاشتې په اوږدو کې به فلسطین په رسمیت وپېژني.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا، رسمي اعلان د پنجشنبې ورځې لپاره پلان شوی دی، خو د برېټانا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ، چې په برېټانا کې د خپل دوهم بې ساری دولتي سفر په حال کې دی، په لومړي سر کې د لندن پر پرېکړې اندېښنه نه لرله، خو وروسته د امریکا اداره په ښکاره توګه د اروپايي متحدینو له خوا د فلسطین په رسمیت پېژندلو مخالفت وکړ.

سټارمر ویلي چې هېواد یې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو اعلان وړاندې کوي، که اسرائیل د غزې د کړکېچ د هواري لپاره د پام وړ ګامونه پورته نه کړي.

برېټانا له اوږدې مودې راهیسې د سیمې د کړکېچ د حل لپاره د «دوه دولتونو» د تګلارې ملاتړې ده، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه یوازې هغه وخت عملي کېدای شي چې مناسب شرایط برابر شي.