امنیت

د محمودشاه حبیبي کورنۍ: افغانستان ته د امریکایي پلاوي لومړیتوب د محمود شاه حبیبي خلاصون و

محمود شاه حبیبی امریکایی افغانی‌الاصله وګړی.

د محمودشاه حبیبي ورور وایي، چې افغانستان ته د امریکايي پلاوي د سفر لومړیتوب او له طالب چارواکو سره د دوی لیدنه، د طالبانو له بند څخه د ده دې ورور خلاصون دی.

نوموړی زیاتوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، دوی یې له وړاندې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر له موخې خبر کړي او دغه پلاوي، په هېوادونو کې د امریکايي وګړو د نیول کېدو په اړه د ډونالډ ټرمپ تازه فرمان هم، تر طالبانو رسولی دی.

تېره ورځ، د بندیانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د یوه امریکايی پلاوي په مشری کابل ته په خپل سفر کې، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره ولیدل.

د بندیانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی آدم بولر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، دوه هغه امریکايي څېرې دي چې کابل ته د دویم ځل لپاره راغلي او د دوی د سفر موخه هم له طالبانو سره د امریکايي بندیانو پر سر خبرې اترې بلل کېږي.

خو تر ټولو ځانګړی بندي، محمود شاه حبیبي دی، چې د ورور په وینا یې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر اصلي موخه هم د طالبانو له بند څخه د ده دې ورور خلاصون دی چې د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې په کابل کې ونیول شو. د محمودشاه حبیبي ورور، آمو سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وړاندې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر له موخې دوی ته خبر ورکړی وو.

احمد شاه حبیبي، د محمودشاه حبیبي ورور وايي: « زما د ورور محمود شاه حبیبي موضوع لا هم په جریان کې ده. یو امریکایي پلاوی پرون افغانستان ته ولاړ او د طالبانو له چارواکو سره یې مذاکرات ترسره کړي. د دغو خبرو اترو د آجنډا اصلي منځ‌پانګه هم زما ورور و او دغه پلاوي غوښتل څو له طالبانو سره خبرې وکړي او دوی اړ کړي چې زما ورور له بنده خوشې کړي.»

امریکایي پلاوي کابل ته په خپل یو ورځني سفر کې، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

هغه لیدنه، چې عبدالغني برادر زلمی خلیلزاد ټینګ په خپله غېږه کې نیسي او له امریکايي پلاوي تود هرکلۍ کوي.

طالبانو په دې لیدنه کې، د بندیانو له موضوع ور هاخوا، له امریکا سره د تعامل او د افغانستان په بیارغونه او د نادره کانونو په برخه کې د دې هېواد پر پانګونې هم ټینګار کړی دی.

عبدالغني برادر، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي: «د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، له امریکايي پلاوي وغوښتل، څو د تقابل سیاست پر ځای، له افغانستان سره د تعامل پر لارو چارو تمرکز وشي او امریکا د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ادا کړي. په افغانستان کې د پانګونې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.»

د بندیانو تبادله، په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله یو له اصلي او مهمو موضوعاتو څخه وه، تر دې چې ډونالډ ټرمپ، سپینې ماڼۍ ته تر بیا ورګرځېدو مخکې او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال، د امریکايي وګړو آزادي یې د خپل بهرني سیاست لومړیتوب وباله.

په تېرو څلورو کلونو کې، طالبانو پنځه امریکايي وګړي له زندانه خوشې کړي او امریکا هم دوه طالب بندیان خوشې کړي دي. بشر نورزی د مارک فریکس په بدل کې او خامجمد د رایان کوربټ او ویلیام مک‌کنټي په بدل کې آزاد شول. د ۱۴۰۴ لمریز کال په وري میاشت کې طالبانو جورج ګلزمن د حسن نیت په توګه آزاد کړ. اوس د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي، چې امریکا له طالبانو سره د خپلو اړیکو لاره پرانیستې پریښې او د خپلو وګړو آزادي یې په لومړیتوب کې ځای کړې ده.

تېره اونۍ ډونالډ ټرمپ هغه فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي، څو هغه هېوادونه چې د امریکا په تعبیر سره امریکايي وګړي په ناعادلانه توګه بندیانوي، په تور لېست کې ثبت کړي او د دغو هېوادونو لپاره درانه سزاګانې هم په پام کې ونیسي.

د امریکا د ولسمشر یوه سلاکار ویلي، افغانستان، چین او ایران له هغو هېوادونو څخه دي، چې د امریکا د تور لېست د نوملړ لپاره په پام کې نیول شوي دي. بل خوا، امریکايي رسنیو د طالبانو له قوله راپور ورکړی، چې طالبانو له امریکايي پلاوي سره د بندیانو د تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

اوس مهال، محمد رحیم افغاني، چې یو مهالې د اسامه بن لادن مرستیال پاتې شوی، له امریکا سره دی او د ګونتانامو په زندان کې بندي دی.