باوری سرچینې آمو ته وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی دی.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې چې نوموړی له طالب چارواکو سره لیدنې ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو تر اوسه د دې سفر او د موخې په اړه یې څه نه دي ویلي.
