د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي د پنجشنبې په ورځ خپلو لوېديځو متحدينو ته وويل چې د پولنډ د هوايي حريم د روسي ډرونونو د سرغړونې له پېښې وروسته دې د خپلو هوايي دفاعي وړتياوو په اړه له سره فکر وکړي.
زيلينسکي دا څرګندونې په کيېف کې د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټب سره د ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې او ويې ويل: “اوکراين تيار دی چې له خپلو متحدينو سره په دې برخه کې مرسته او ملاتړ وکړي.”
هغه ټینګار وکړ چې هېوادونه، په ځانګړي ډول پولنډ، بايد د څو پوړيزې دفاعي تګلارې په لټه کې شي، ځکه د امریکا د جوړو پاتريوټ په څېر پرمختللي توغنديز سيستمونه د روسيې د ارزانه ډرونونو پر وړاندې ډېر لګښت لري. زيلينسکي زياته کړه: “په نړۍ کې هېڅ هېواد دومره توغندي نه لري چې د هر ډول ډرون د راغورځولو توان ولري.”
د پولنډ چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې د ناټو له ملاتړ سره يې په خپل هوايي حريم کې څو روسي ډرونونه راغورځولي دي. د پولنډ ولسمشر دا پېښه د روسيې له خوا د يوې استفزازي هڅې په توګه ياده کړه، څو د پولنډ او ناټو د غبرګون ازموينه وکړي.
زيلينسکي وويل چې اوکراين، چې د لوېديځ پر اوږد واټن هوايي دفاعي سيستمونو ډېر متکي دی، خو خپل کورنی پرمختللی ميکانيزم يې هم جوړ کړی، کولی شي له متحدينو سره په دې برخه کې د لارښوونې او تجربې شريکولو لپاره مرسته وکړي.
د اوکراين د ولسمشر په وينا، د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک ورسره موافقه کړې چې د دې موضوع د څېړلو لپاره به د پوځ استازي اوکراين ته ولېږي. د موضوع له نږدې سرچينو رپوټ ورکړی چې دغه پولنډي استازي به د ډرون د راغورځولو په برخه کې ځانګړې روزنه ترلاسه کړي.
