د ابوظبۍ د ټولنیز پرمختګ ادارې یوه نوې پالیسي اعلان کړې، چې هدف یې په ورزشي بنسټونو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د روښانه اصولو او کړنلارو رامنځته کول دي. دا پالیسي هڅه کوي چې ماشومان د ورزشي فعالیتونو پر مهال له هر ډول ناوړه چلند، تاوتریخوالي، یا بېپامۍ خوندي وساتي.
ادارې مشخصه کړې چې ماشومان د ورزشي بنسټونو په فضا کې له شپږو ډولونو ناوړه چلند سره مخ کېدای شي. دا ډولونه عبارت دي له فزیکي زور، جنسي ځورونې، رواني تاوتریخوالي، غفلت، استثمار، او تبعیض. په پالیسۍ کې راغلي، هر عمل چې ماشوم ته فزیکي یا رواني زیان ورسوي، په کلکه منع دی.
اداره وایي، د ماشومانو له جنسي ناوړه استفادې، حتی که ماشوم پرې پوه نه وي، باید بشپړ مخنیوی وشي. همداراز، هغه چلند چې د ماشوم احساساتي حالت ته زیان رسوي، یا یې د ارزښتونو سپکاوی کوي، باید جدي ونیول شي. له ماشومانو څخه د مالي یا نورو ګټو لپاره ګټه اخیستل، یا له هغوی سره د تبعیضي چلند کولو پېښې هم د منع شویو مواردو له ډلې دي.
د پالیسي له مخې، ورزشي ادارې، روزونکي، داوطلبان، د ترانسپورت چلوونکي، امنیتي پرسونل او د خدمتونو چمتو کوونکي، ټول مسؤلیت لري چې د ماشوم د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي. هغوی باید د هر ډول زورونې، بېپامۍ یا زیان رسونې پېښې بې له ځنډه اړوند چارواکو ته راپور کړي. والدین او پالونکي هم د دې پالیسۍ له مهمو شریکانو څخه ګڼل شوي دي.
اداره باور لري چې د ماشوم د خوندیتوب لپاره باید قانوني چوکاټونه پیاوړي شي، او هر هغه څوک چې ماشوم ته خطر پېښوي، باید له ورزشي فضاوو یا پیښو لیرې شي. د پالیسي پلي کولو لپاره به له اړوندو دولتي بنسټونو سره همغږي هم پراخه شي، څو ټولو ماشومانو ته د خوندي چاپېریال ډاډ ورکړل شي.
پالیسي پر دې اصولو ولاړه ده چې د ماشوم غوره ګټه، خوندیتوب، د ګډون حق او عدالت تل باید لومړیتوب ولري. اداره ټینګار کوي چې هېڅ بله ګټه، شخصي علاقه یا مقام باید د ماشوم پر خوندیتوب او حقونو مخکې نه شي. د راپور ورکولو فرهنګ ته هم ارزښت ورکړل شوی، او ویل شوي چې هر هغه څوک چې د ناوړه چلند یا زورونې راپور ورکوي، باید خوندي وي، له تهدید یا مجازاتو سره نه وي مخ، او د مسؤلیت اداء کونکي وبلل شي.
اداره زیاته کړې چې دا پالیسي به یوازې د ابوظبۍ د امارت په جغرافیایي حدودو کې پلي شي. دا به د هغو ورزشي ادارو، روزونکو او کارکوونکو لپاره لازمي وي چې له ماشومانو سره مستقیم تعامل لري، خو ورزشي فدراسیونونه او ملي اتحادیې ترې مستثنا دي.
د ابوظبۍ د ټولنیز پرمختګ اداره دا پالیسي یو مهم ګام بولي چې نه یوازې د ماشومانو حقونه خوندي کوي، بلکې د ورزشي چاپېریال اعتماد هم لوړوي. دا پالیسي هڅه کوي چې ټول اړخونه ـ له ادارو نیولې، تر روزونکو، والدینو او داوطلبانو پورې ـ د ماشوم د خوندیتوب برخه کې شریک او مسؤل وګرځوي.
