بشري حقوق

طالبانو په غزني کې دوه کسان د لواطت په تور په دُرو ووهل

طالبانو د غزني ولایت، په قره باغ ولسوالۍ کې دوه کسان د «لواطت» په تور د خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي، هر یو کس ته ۳۹ دُرې ورکړل شوي او درې کاله بند ورته ټاکل شوی دی.

سزا د محکمې د پرېکړې تر تأیید وروسته د قره‌باغ ولسوالۍ په عام محضر کې عملي شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل کې ۱۲ تنه د نشه‌يي موادو په تړاو د خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي وو.

یادې کړنې د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو او د بشري حقونو د فعالانو له غبرګون سره مخ شوي دي. هغوی وايي، د خلکو پر وړاندې وهل او فزیکي سزاګانې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې دا ډول سزاګانې غندلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ډېری کسان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له کافي اسنادو او عادلانه محاکمې پرته مجازات کېږي.