د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ویلي چې راتلونکې میاشت (سپټمبر) کې به د افغانستان په اړه یوه ناسته ترسره شي.
په راپور کې راغلي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اتونبایوا او د دې سازمان د بشري حقونو کمیشنر به په دې ناسته کې خپل راپورونه وړاندې کړي.
امنیت شورا ویلي، د اتونبایوا راپور ورکول به د هغې وروستۍ وینا وي، مخکې له دې چې د هغې د ماموریت موده د سپټمبر په میاشت کې پای ته ورسېږي. د علني غونډې تر څنګ، نورې ناستې د مشورو ترسره کېدلو لپاره هم پلان شوي دي.
د امنیت شورا راپور څرګندوي چې داسې ښکاري امریکا خپل دریځ د طالبانو پر وړاندې بدلوي. د طالبانو د چارواکو د سفر د بندیز د معافیت غوښتنې د امریکا له لوري بندول کېدای شي د همدې بدلون برخه وي.
راپور زیاتوي چې امریکا د طالبانو د چارواکو د سفر د معافیت مخه نیولې ده. ټاکل شوې وه چې د تیرې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اسلاماباد او نوي ډیلي ته سفر وکړي، خو د سفر اجازه ورته نه ده ورکړل شوې.
په راپور کې ویل شوي: «د امریکا وروستی تصمیم چې د افغانستان د ۱۹۸۸ د بندیزونو رژیم له مخې د سفر له بندیزه د معافیت غوښتنه یې بنده کړه، ښایي له همدې بدلون سره تړاو ولري.»
راپور زیاتوي، د امنیت شورا دایمي غړي سره له دې چې ټول د یوه آباد، سولهییز، د ترهګرۍ نه پاک افغانستان غوښتونکي دي چې یو ټولګډونه حکومت ولري او نړیوالو ژمنو ته وفادار وي، خو د دې هدف د ترلاسه کولو په څرنګوالي کې د نظر توپیر هم لري.
د راپور پر بنسټ، د شورا یو شمېر غړي د طالبانو پر وړاندې د فشار دوام غوښتنه کوي، په ځانګړې ډول د هغو پالیسۍ او کړنو په اړه چې د ښځو او نجونو د حقونو ضد دي؛ خو چین او روسیه غواړي له طالبانو سره د فشار له زیاتولو پرته او د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت له جلا څېړلو پرته تعامل وشي.
