امنیت

آزادي جبهه: د کندز په برید کې مو د طالبانو دوه غړي وژلي

آزادۍ جبهې د کندز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د تېر ماښام چاودنې مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې دا پېښه د دې جبهې د جنګیالیو د برید په پایله کې رامنځته شوې ده.

یادې جبهې په یوې اعلامیه کې ادعا کړې چې په دغه برید کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې ځايي سرچینو آمو ته ویلي وو چې د کندز ولایت په مرکز کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا چاودنه د جمعې په شپه د وږي په ۷مه نېټه، شاوخوا  ماښام اته نیمې بجې، د کندز ښار د دویمې امنیتي حوزې د دروازې مخې ته رامنځته شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.