سرګي شویګو، د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي دي چې د مسکو د ارزونې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شل نړیوالې ترهګرې ډلې له ۲۳ زره زیات جنګیالي لري، چې دا وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
هغه دغه څرګندونې په یوه مقاله کې کړي چې د روسیې دولتي ورځپاڼې روسیسکایا ګازتا خپره کړې. شویګو په ځانګړې توګه د داعش خراسان فعالیتونه د روسیې د سترې اندېښنې موضوع ګڼلې او ویلي یې دي چې دا ډله په ختیځ، شمال او شمال ختیځ افغانستان کې روزنیز کمپونه او نظامي مرکزونه لري.
شویګو زیاته کړې چې د طالبانو رهبري «د خپلو امکاناتو پر بنسټ» د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او څو ځله یې د داعش د پوستو پر ضد عملیات ترسره کړي دي. هغه ویلي که لویدیځ هېوادونه پر طالبانو بندیزونه نه لګولی؛ نو دا مبارزه به ډېره اغېزمنه وه.
د روسیې د امنیت شورا منشي همدارنګه ویلي چې ځینې جنګیالي له نورو سیمو افغانستان ته لېږدول شوي او مسکو باور لري چې «د څو لویدیځو هېوادونو استخباراتي ادارې» په دې بهیر کې لاس لري. نوموړي دا هڅې د روسیې، چین او ایران پر شاوخوا د تل پاتې بېثباتۍ رامنځته کولو په موخه بللې دي.
شویګو څرګنده کړې چې هغه لویدیځ هېوادونه چې په افغانستان کې یې خپل نفوذ له لاسه ورکړی، غواړي خپل نظامي حضور بیا بحال کړي، او سره له دې چې طالبان په رسمیت نه پېژني، د لندن، برلین او واشنګټن لخوا د طالبانو له رهبرۍ سره د نږدېکت نښې لیدل کېږي.
د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه
شویګو د مخدره موادو موضوع ته هم اشاره کړې، ویلي یې دي چې طالبان توانېدلي د تریاکو د تولید زیاتېدونکی بهیر چې د امریکا او ناټو د حضور په دوره کې ډېر شوی و، ودروي. هغه په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو د کر حجم ۹۵ سلنه کمېدل او د تریاکو تولید له ۲۰۰ زره هکتاره څخه شاوخوا ۱۰ زره هکتاره ته راکمېدل د مثبت بدلون په توګه یاد کړي دي.
خو هغه خبرداری ورکړی چې د مخدره توکو قاچاق لا هم یوه جدي ستونزه ده، په ځانګړي ډول د مصنوعي مخدره توکو لکه مېتامفیتامین او سنتیتیک اوپیوایډونو (د نیتازین په شمول) د زیاتوالي له امله، چې د فنتانیل څخه قوي او حتی په لږو ډوزونو کې مرګوني دي.
د روسیې دریځ
شویګو ټینګار کړی چې افغانستان د پایدارې ثبات لپاره لا هم اوږده او ستونزمنه لاره لري او دا به د ګاونډیو هېوادونو د همکاریو غوښتنه وکړي. هغه ویلي، روسیه چمتو ده چې د ترهګرۍ او مخدره موادو قاچاق پر وړاندې له طالبانو سره همکاري وکړي او هیله لري چې د سیمې هېوادونه به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ او ثبات کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څارونکي ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي چې داعش ۲۰۰۰ جنګیالي لري او د پاکستان تحریک طالبان شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي په افغانستان کې فعال دي.
