د الجزیرې د راپور له مخې، اسراییلي پوځ د جمعې په سهار په غزه کې د تازه هوايي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي دي.
په وژل شویو کسانو کې پنځه کسان د المواسي په سیمه کې وو، چې اسراییل مخکې تر دې د «انساني سیمې» یا «خوندي سیمې» په نوم یاده کړې وه. دا پنځه کسان د بې پلوټه الوتکې په برید کې په هغو خېمو کې ووژل شول چې بې ځایه شویو کورنیو د خان یونس په لویدیځ کې په المواسي کې، پناه اخیستې وې. راپورونه ښيي چې په وژل شویو او ټپیانو کې څو ماشومان هم شامل دي.
سره له دې چې المواسي د «خوندي سیمې» په توګه معرفي شوې؛ خو دا سیمه څو ځله د اسراییل پوځ د بریدونو موخه ګرځېدلې ده.
په نورو برخو کې، د السوادنیه په سیمه کې د بې ځایه شویو خېمو په برید کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د تل الهوا په سیمه کې څلور کسان په کور کې د برید له امله وژل شوي او دوه نور د خان یونس د بندر په شاوخوا خېمو کې وژل شوي دي.
د البریج د کډوالو په کمپ کې هم د هوايي بریدونو له امله د استوګنې کورونه هدف وګرځېدل؛ خو د وژل شویو کسانو کره شمېر لا نه دی معلوم.
دا تازه بریدونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې اسراییل هڅه کوي د غزې د ښار ځینې برخې بیرته تر لاسه کړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرش دا عملیات د جګړې یوه «نوې او خطرناکه مرحله» بللې ده؛ هغه جګړه چې له لسو میاشتو راهیسې روانه ده.
همدارنګه، د اسراییل سخت دریځ وزیر بزالل اسموتریچ ویلي که حماس له وسلو لاس وا نه اخي؛ نو د غزې شاوخوا سیمې به له اسراییل سره یو ځای شي.
د اسراییل پوځ هم تایید کړې چې دوه لبناني سرتیري په راس الناقوره سیمه کې وژل شوي، چې د پوځ په وینا د یوې بې پیلوټه د اختلال له امله پېښه شوې ده.
د غزې د روغتیا وزارت د احصایې له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې لږ تر لږه ۶۲،۹۶۶ کسان وژل شوي او ۱۵۹،۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. دا جګړه د حماس د جنګي بریدونو له امله پیل شوه چې د اسراییل په جنوب کې یې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان ووژل او له ۲۰۰ زیات کسان یې د یرغمل په توګه ونیول.
