بشري حقوق

طالبانو کاپیسا کې یو تن په دورو وهلی

عکس از آرشیف

طالبانو د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې، یو کس په عام محضر کې په دورو وهلی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس د «نامشروع اړیکو» په تور د یکشنبې په ورځ ۳۹ دورې وهلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه په حصه اول ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتداییه محکمې له‌خوا صادره شوې او د سترې محکمې له‌خوا تایید شوې ده.

نوموی کس په شپږو میاشتو بند هم محکوم شوی دی.

طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې، د دوه سوه ښځو په ګډون له یو زر او ۲۰۰ څخه ډېر کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي، چې یوازې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، له ۴۰۰ څخه ډېر کسان، چې ۷۰ یې ښځې دي، په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د دې شمېرو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې، طالبانو د ۱۷۷ کسانو لپاره د قصاص حکم، د ۳۷ کسانو لپاره د سنګسار حکم او پر ۴ نورو کسانو د “دېوال ړنګولو” حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې موده کې، پر لسو کسانو د قصاص حکم تطبیق کړی دی.

د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي چې په تیرو څلورو کلونو کې، په ټول هیواد کې د ۲۰۶ ښځو په ګډون ۱،۲۱۴ کسان د خلکو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي.