بشري حقوق

سرچینې: طالبانو پکتیکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ په تور یو ځوان نیولی

له پکتیکا ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې، طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنک د ملاتړ په تور یو ځوان نیولی او هغه یې نامعلوم ځای ته وړی دی.

سرچینو شنبه د زمري په ۲۰مه وویل، چې یاده پېښه د پکتیکا په ښرنه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، دغه کس زرعالم شاهین نومېږي او تېره ورځ په شخصي لباس کې طالبانو نامعلوم ځای ته وړی دی.

سرچینې همدا راز زیاتوي، چې نوموړی ځوان له دې وړاندې هم د طالبانو د استخباراتو لخوا ور غوښتل شوی او ګواښل شوی.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ ګڼ شمېر ځوانان له ځان سره وړي او شکنجه کړې یې دي.