امنیت

خوست کې د نامعلومو الوتکو پرله‌پسې الوتنې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي

د خوست ښار او شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي، په وروستیو ورځو کې د نامعلومو الوتکو پرله‌پسې ګرځېدنې د دوی اندېښنې زیاتې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې دغه الوتنې د ورځې او شپې په بېلابېلو وختونو کې ترسره کېږي، خو تر اوسه د چارواکو له لوري هېڅ رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

یو شمېر اوسېدونکو په خبرو کې ټینګار کړی چې دغه وضعیت د خلکو په ورځني ژوند او رواني آرامتیا منفي اغېز کړی دی. دوی له مسؤلینو غواړي چې د دغو الوتنو په اړه روښانه وضاحت وړاندې کړي او د امنیتي وضعیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي.

تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.