امنیت

سرچینې: په ننګرهار کې یوه ښځینه ډاکټره د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوې ده

سرچینې وايي، تېره ورځ (یکشنبه د سهار په وخت) د ننګرهار ولایت د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په الفت‌مینه سیمه کې یوه ښځینه ډاکټره د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوې ده.

دا پېښه د طالبانو امنیې قومندانۍ ته نږدې رامنځته شوې ده.

د دې ډاکټرې کورنۍ وايي چې نوموړې له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله، او د دوی په وینا، هغه مهال چې له خپل شخصي موټر سره د کار پر لور روانه وه، پرې ډزې شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.