په خوست ښار کې د سبزي منډيي څلورلاره، چې پخوا د جاپاني الاصله افغانپال بشري فعال او ډاکټر «تېتسو ناکامورا» په نوم نومول شوې وه، طالبانو یې نوم بدل کړی او پر ځای یې «شهیدانو څلورلاره» نوم ایښی دی.
یاده څلورلاره د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د ډاکټر ناکامورا د انساني خدماتو د درناوي په موخه نومول شوې وه. ناکامورا له کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د اوبو مدیریت، کرنیزو پروژو او بشري مرستو له لارې د زرګونو افغانانو ژوند ته بدلون ورکړی و.
ډاکټر ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا ووژل شو. نوموړی له ۲۰۰۰م کال راهیسې په افغانستان کې مېشت و او د اوبو بندونو، کانالونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په جوړولو کې یې مهم رول درلود.
که څه هم طالبانو تر اوسه د یادې څلورلارې د نومبدلون په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو دا پرېکړه د ټولنیزو شبکو کاروونکو او مدني فعالانو له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
