منځنی ختیځ

ټرمپ او نتانیاهو د غزې د اوربند خبرې پرېښودې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو انځور

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د غزې د اوربند له خبرو اترو څخه لاس واخیست او دواړو ویلي، داسې ښکاري چې د فلسطیني وسله‌والې ډلې (حماس) له لوري د سولې هیله نه‌ شته.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، نتانیاهو ویلي چې اسراییل دا مهال د بدیلو لارو انتخاب ارزوي، څو وکولای شي خپل اسیران له غزې را خلاص کړي او په دغه محاصره شوې سیمه کې د حماس واک پای ته ورسوي؛ هغه ځای چې لوږه ورځ تر بلې پراخېږي او ډېری خلک د سختو ویجاړۍو له امله بې‌سرپناه شوي دي.

له دې سره هممهاله، ټرمپ هم ویلي چې باور لري د حماس مشران به اوس تعقیب شي. هغه خبریالانو ته ویلي: «حماس په رښتیا هم نه‌ غوښتل توافق وشي. زه فکر کوم هغوی مړینه غواړي، او دا ډېر بد کار دی. باید دا حالت یوه پای ته ورسېږي.»

د نتانیاهو او ټرمپ دغه څرګندونې ښيي چې لږ تر لږه په لنډ مهال کې د اوربند د خبرو بیا پیل ته کوم فرصت نه دی پاتې، په داسې حال کې چې نړیوالې اندېښنې د غزې د جګړه‌ځپلې سیمې د لوږې د سختېدو له امله زیاتې شوي دي.

په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د بشري وضعیت د خرابېدو په غبرګون کې ویلي چې پاریس به لومړنی لوی لویدیځ ځواک وي چې د فلسطین خپلواک دولت به په رسمي توګه وپېژني.

بریټانیا او جرمني ویلي، چې دوی لا دې کار ته چمتو نه دي، خو وروسته یې له فرانسې سره یوځای د اوربند ژر تر ژره غوښتنه وکړه. د بریټانیا صدراعظم کییر ستارمر ویلي چې هېواد به یې یوازې هغه وخت د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، چې دا د یوې هوکړې شوې سولې برخه وي.

د امریکا ولسمشر بیا د مکرون دریځ رد کړی او ویلي یې دي: «دا چې هغه څه وايي، مهم نه دي. هغه ښه سړی دی، زه یې خوښوم، خو دا خبره یې ارزښت نه لري.»

اسراییل او متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ، د حماس له خوا د اوربند وړاندیز ته د ځواب تر وړاندې کېدو څو ساعته وروسته، خپلې مرکچي ډلې له قطره وایستلې.

لومړني راپورونه دا ښودله چې د اسراییلو وتل یوازې د مشورې لپاره دي او دا به معنا ونه لري چې خبرې له ستونزو سره مخ شوي، خو د نتانیاهو وروستیو څرګندونو وښودله چې د اسراییلو دریځ په یوه شپه کې سخت شوی دی.