بشري حقوق

کونړ کې طالبانو یو تن په دورو وهلی

طالبانو د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې یو کس د «لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کس د تېرې دوشنبې په ورځ ۳۹ دورې وهل شوی او په دوو میاشتو تنفیذي بند محکوم شوی دی.

د آمو موندنې، چې د طالبانو د سترې محکمې له خوا خپرو شویو خبرپاڼو ته یې لاسرسی موندلی، ښيي چې طالبانو په وروستۍ یوه میاشت کې لږ تر لږه ۳۲ تنه، چې اووه ښځې هم پکې شاملې دي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شلاق کړي دي.

د خبرپاڼو پر بنسټ، دغه کسان د کابل، کاپيسا، فاریاب، سرپل، بلخ او غزني ولایتونو کې د زنا، له کوره تښتېدلو، د نشه‌يي او الکولي موادو د پلور او لېږد، قمار، وژنې او تلیفوني اړیکو په تورونو له ۱۰ تر ۳۹ دورو پورې شلاق شوي دي.

همداراز طالبانو له دې کسانو ځینې د شپږو میاشتو تر درې کلونو پورې بند ته هم محکوم کړي دي.

یاده دې وي، چې طالبانو له بیا واک ته رسېدو راپدیخوا، په نږدې څلور کلونو کې، لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان د بېلابېلو تورونو له امله په علني توګه شلاق کړي دي.