د اسراییلو پوځ، په داسې حال کې، چې د غزې تړانګې په نورو برخو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی؛ د دیر البلح ښار اوسېدونکو ته یې هم د تخلیې امر صادر کړی دی.
له بلې خوا، الجزیرې راپور ورکړی چې د نننیو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۱۹ قربانیان هغه کسان دي، چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره، د بشري مرستو د وېش یوازني مرکز ته څېرمه انتظار ول.
د غزې د تړانګې پر نورو برخو د اسراییلو پوځ د بریدونو هم مهاله، د دیر البلح ښار اوسېدونکو د تخلیې امر ترلاسه کړی دی. د دې سیمې اوسېدونکي هغه کسان دي، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې څو څو واره بې ځایه شوې دي.
له خلکو غوښتل شوي، چې د مواسي له پنډغالي ووځي او خان یونس ته ولاړ شي. هغه سیمه، چې په ظاهره کې امنه برېښي؛ خو د غزې دا برخه هم د بریدونو ښکار کرځي.
په ننني بریدونو کې هم د غزې لږ تر لږه ۲۵ اوسېدونکي وژل شوې دي، چې له ډلې یې یوازې ۱۹ کسان هغه قربانیان دي، چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره، د بشري مرستو د وېش یوازني مرکز مخې ته انتظار ول. ورته مهال، د لوږې بحران په غزه کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د اقصی روغتون ډاکټرانو الجزیرې ته ویلي، چې په تېرو درې ورځو کې د یوه ۳۵ ورځني نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون، څو ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې یو اوسېدونکی وايي: «د غزې ټول ماشومان په لوږي ویده کېږي. زما ماشومان هم په لوږې ویده کېږي. په خدای قسم، چې دوی ته د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لرم. موږ غواړو چې په عزت سره ډوډۍ وخورو، موږ غواړو چې ماشومان مو په مړه ګېده شهیدان شي، نه دا چې له لوږې ومري.»
د غزې یوه بل اوسېدونکې وویل: «تر کله؟ تر کله به دا وضعیت دوام کوي؟ ولې زموږ پر وړاندې جګړه دوام لري. زموږ د صبر کاسه لویه ده. تر خپل وروستي ځوانه او تر خپل وروستي اولاده پورې به صبر او زغم وکړو. موږ، د خدای شکر دی صابره خلک یو. موږ په لوږي پاتې شو، مړې به شو، خو موږ صابره خلک یو او یوازې خدای زموږ لپاره بسنه کوي.»
د غزې بشري بنسټ، د غزې په تړانګه کې د بشري مرستو د وېش یوازنی مرکز دی، خو له خلکو هره ورځ قرباني اخلي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه او نور مرستندویه نړیوال بنسټونه له اسراییلو غواړي، څو دوی ته په غزه کې د مرستو د رسېدو اجازه ورکړي.