د ایران د کلتوري انقلاب د عالي شورا مشر، عبدالحسین خسروپناه وايي، د افغان کډوالو د جبري ایستنې د پراخې څپې په اړه ویلي، چې د یوه کډوال لهخوا د جرم ترسره کول باید پر ټولې کډوالې ټولنې ونه تړل شي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي دا خبرې د تهران په یوه مراسم کې کړې او زیاته کړې یې ده: «لکه څنګه چې یو ایرانی ښايي جرم وکړي، همداسې یو بهرنی (کډوال) هم ښايي تېروتنه وکړي؛ خو دا کار باید ټولې کډوالې ټولنې ته ونهغځول شي.»
عبدالحسین خسروپناه د افغانستان او ایران ترمنځ د ژورو کلتوري او تاریخي اړیکو په یادونې سره ویلي، چې له افغان کډوالو سره د چلند طریقه د ایران د نظام رسمي سیاست نه، بلکې د دولت اجرایي پریکړه ده.
نوموړي د کډوالضد موجونو په اړه ویلي، له مهاجرینو سره چې څه ډول چلند کېږي، دا د نظام دریځ نه دی او باید دا چلندونه د ټول حاکمیت نظر ونه ګڼل شي.
هغه زیاته کړې: «هغه چلندونه چې ننسبا له بهرنیانو (کډوالو) سره کېږي، د نظام رسمي دریځ نه دی، بلکې دا د دولت له لوري یوه پالیسي ده او باید د ټول حاکمیت حساب نشي.»
نوموړي همداراز د دواړو ملتونو د تمدني پیوستون پر ټینګار ویلي: «د ایران او افغانستان ترمنځ کلتوري پوله نهشته؛ موږ په لوی خراسان کې د عرفان، حکمت او ژبې یو ګډ میراث لرو، چې باید وساتل شي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې یو شمېر له ایرانه راشړل شوي کډوال وايي، د جبري ایستنې پر مهال له «وهلو ټکولو، د شتمنیو ضبط، غیرانساني چلند او سپکاوي» سره مخ شوي دي.
