د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي او همداراز د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې ۳۸ نور کسان، چې د خوړو مرستو پسې ګرځېدل، وژل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د شنبې په ورځ په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ کسان وژل شوي دي.
فلسطیني روغتیايي سرچینو ویلي: «یو ۱۷ کلن فلسطینی ځوان د شنبې په ورځ د لوږې له امله مړ شوی، چې د هغو لږ تر لږه اوو فلسطینیانو له ډلې څخه دی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوارځواکي له امله په غزه کې مړه شوي دي.»
په همدې حال کې، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف د شنبې په ورځ د هغو اسرائيلي یرغمل شویو کسانو کورنیو ته ویلي، چې له حماس سره دي، چې له اسرائيلي حکومت سره په یوه داسې پلان کار کوي، چې عملي بڼه کې به د غزې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
هغه داسې مهال له اسرایلو څخه لیدنه کوي، چې د دغه هېواد حکومت د غزې په محاصره سیمه کې د بشري وضعیت د خرابوالي له امله له سختو نړیوالو فشارونو سره مخ دی.
په هغه غږیز فایل کې چې د رویټرز خبري آژانس تر ارزونې لاندې نیولی، اورېدل کېږي چې ویتکاف وايي: «موږ یو ډېر ډېر ښه پلان لرو چې په ګډه یې له اسرائيلي حکومت، له صدراعظم نتانیاهو سره… د غزې د بیا رغونې لپاره تیاروو. دا په عملي ډول د جګړې پای ته رسېدل معنا لري.»
سپینې ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.
