سویلي آسیا

په بنو کې د یوه ډرون برید له امله دوه پاکستاني پولیس افسران ټپیان شوي دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د بنو په «میریان» سیمه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوستې د ډرون برید شوی دی، چې له امله یې دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، برید د یو څلورپره‌ یا کواد کوپتر ډرون له لارې ترسره شوی؛ خو د پاکستان پولیسو په غبرګون کې پر دغه ډرون ډزې کړي او یاد ډرون د بنو «غوره بککه‌خېل» سیمې ته شاتګ کړی دی.

د پاکستان پولیسو پرته له دې چې د حکومت مخالفو ډلو، لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) نوم واخلي، ویلي چې برید د نامعلومو کسانو له خوا ترسره شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د بنو په «میریان» سیمه کې د پولیسو پوسته د ډرون له لارې تر برید لاندې راځي؛ په وروستیو میاشتو کې د ورته څو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه ډول بریدونه په پاکستان کې د ناڅرګندو او دښمنه ډلو له خوا د ډرون ټکنالوژۍ د زیاتېدونکي استعمال په اړه اندېښنې راپارولي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.