ښځې

له دندو محرومې شوې ښځې: موږ د ټولنیز ګډون حق ته اړتیا لرو

په یولسو ورځو کې به پر افغانانو د طالبانو د واکمنۍ څلورم کاله پوره شي؛ هغه څلور کاله چې پکې لوستو ښځو، لکه د ټولنې د نورو برخو، د کار، زده کړې او د خپلو لومړنیو حقونو څخه د محرومیت تریخ خوند څکلی دی.

په دې راپور کې د یوې ځوانې ښځې کیسه شوې ده چې د طالبانو د مشر لخوا په دولتي ادارو کې د ښځو د منع کولو د حکم له صادرېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

نوران نعیمي، چې د اقتصاد په برخه کې یې تر ماسټرۍ پورې زده کړې کړې وې، د پوهنې وزارت په یوه څانګه کې په کار بوخته وه.

د طالبانو واکمني به په څو ورځو کې خپل څلورم کال ته ننوځي؛ د محرومیت، انزوا او له ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک ایستلو څلور کاله.

نوران نعیمي، چې د اقتصاد په برخه کې ماسټري لري او د پوهنې وزارت پخوانۍ کارکوونکې ده، اوس په هرات کې په خپل کور کې د یوې مور او د کور ښځې رول لوبوي.

نوران د رواني فشار، ناهیلۍ او د خپلو خوبونو د ماتولو په اړه خبرې کوي؛ هغه خوبونه چې د هغې په باور، د طالبانو د مشر د سختو امرونو تر سیوري لاندې یې سقوط وکړ.

دولتي دندې ګوښه شوې، نوران نعیمي: «د طالبانو تر واکمنۍ مخکې، ما په یوه دولتي اداره کې په یوه ښه بست کې کار کاوه. له اقتصادي اړخه خپلواکه وم او له ټولنیز پلوه مې هم یو ارزښتناک ځای درلود. خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل او د ښځو د کور ناستۍ فرمان یې صادر کړ، زه یوې داسې ښځې ته واوښتم چې یوازینی مسؤولیت یې کورنۍ چارې دي؛ یوې داسې ښځې ته چې نه اقتصادي خپلواکي لري او نه هم په ټولنه کې ځای.»

په داسې حال کې چې زرګونه لوستې ښځې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ له دندې ګوښه شوې، یو شمېر یې اوس هڅه کوي چې د کوچنیو کاروبارونو په پیلولو سره د ځان لپاره نوې لاره پرانیزي.

که څه هم دوی د اقتصادي سوکالۍ د نشتوالي په اړه شکایت کوي، خو دې کوچني ګام ته د هیلې د نوې کړکۍ په سترګه ګوري.

له دولتي دندې ګوښه شوې، فرشته بارزاده، وايي: «شاوخوا څلور کاله کېږي چې ښځو ته کار او زده‌کړې بندې شوې دي. زه له حکومته غواړم چې ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم زمینه برابره کړي.»

په دوو اونیو کې به په افغانستان کې د طالبانو واکمني څلور کلنه شي؛ هغه څلور کاله چې پکې ښځو او نجونو د کار، زده کړې، تفریح، د بیان آزادۍ او د خپلو بشري حقونو څخه د محرومیت تریخ خوند څکلی دی.

خو، د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښیي چې دا یوازینی محرومیت نه و؛ په دې موده کې، تاوتریخوالی، خپل سري نیول، ناوړه چلند، او د ښځو جوړښتي ځپل هم زیات شوي دي.