باوري سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو تازه د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه ۱۰ تنه استادان او ۱۳ تنه اداري کارکوونکي له دندو لرې کړي دي.
سرچینې وایي، د طالبانو له لوري پر دغه پوهنتون ګومارل شوي رئیس استادانو ته خبرداری ورکړی، که تولیدات (علمي یا عملي کارونه) ونلري، نو علمي ترفیع به ورنهکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د غوایي په ۲۳مه نېټه هم سرچینو آمو ته ویلي وو، چې طالبانو د دغه پوهنتون ګڼ شمېر استادان، که ښځینه وي که نارینه، له دندو ګوښه کړي دي.
په هغه وخت کې ویل کېدل چې دا ګوښهسونه د طالبانو له رسمي تایید وروسته، د هغوی د مشر په امر، د دولتي ادارو د بستونو د راکمولو د تګلارې برخه ده؛ خو د وروستیو لرې شویو استادانو په تړاو تر اوسه کوم وضاحت نه دی ورکړل شوی.
طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه هېڅ څرګندونه نه ده کړې.