ورزش

د درې اړخیزې لوبلړۍ پر مهال افغان او پاکستاني مینه‌والو ته جلا جلا سټېجونه ځانګړي شوي

د شارجه چارواکو د روانې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزې شل اوریزې لوبلړۍ د مینه‌والو لپاره، جلا جلا د ناستي ځایونه ځانګړي کړي دي.

ویل کیږي، چې چارواکو د سولې د ټينګښت او نظم ساتنې لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي. د تنظیموونکو له خوا تایید شوې چې د ټکټونو خرڅلاو به د تابعیت له مخې محدود وي.

له دې امله چې د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ اکثره وخت له تندو احساساتو سره مل وي، چارواکي هڅه کوي چې د پخوا پېښو تکرار و نه شي، کوم چې پکې د مینه‌والو ترمنځ شخړې رامنځته شوې وې.

اکسپرس ټریبیون راپور ورکړی، چې د امنیتي تدابیرو په لړ کې، د شارجه کرکټ سټېډیم کې به د افغان او پاکستاني مینه‌والو لپاره بېلابېل ناست ځایونه او د ننوتلو لارې ځانګړې شي.

دا ګام له هغې وروسته پورته کېږي چې پخوا د دواړو خواوو مینه‌والو ترمنځ د شخړو پېښې شوي، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرکټي احساسات لا هم د لوړېدو په حال کې دي.

تنظیموونکو تایید کړې چې د ټکټونو خرڅلاو به د تابعیت له مخې محدود وي، او مینه‌وال به د ټورنمنټ پر مهال ځانګړو ناست ځایونو ته وویشل شي.

د ۱۶ زره ناست ځای لرونکی سټېډیم چمتووالی نیسي چې د پاکستاني او افغاني مینه‌والو له ډېر ګډون سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه پاکستان او افغانستان ۷ شل اوریزې لوبې کړي، چې پاکستان څلور او افغانستان درې یې ګټلي دي.

دغه درې اړخیزه سیالي، چې پاکستان، افغانستان او کوربه هېواد متحده عرب امارات پکې شامل دي، د اګست له ۲۹مې تر سپټمبر ۷مې پورې د شارجه کرکټ سټېډیم کې ترسره کېږي.