د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په کندهار کې د جماتونو له علماوو او خطیبانو سره په یوه غونډه کې، یو ځل بیا ادعا کړې چې په تېرو نظامونو کې «غیرشرعي امورو وده کوله او خلک به د دین سره نا اشنا کېدل او هغوی فساد او فحاشي رواج کړې وه».
نوموړي زیاته کړې چې اوس هم خلک له شریعت سره نابلده ښکاري.
دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې اخوندزاده په یوه ناسته کې ویلي وو چې د خلکو دینداري بدله شوې ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هبتالله اخوندزاده په یاده ناسته کې ویلي: «په تیرونظامونو کې غیرشرعي امورو وده کوله او خلک به د دین سره نا اشنا کیدل، هغوی فساد او فحاشي رواج کړې وه، د خلکو فکرونه او ذهنونه یې ورخراب کړي و، خلک یې دې ته هڅول، چې د دین او مذهب مقابله وکړي او د همدې لپاره یې ډېره پانګونه هم وکړه، د خلکو ذهنونه او فکرونه دومره خراب شوي وو، چې اوس شریعت ورته نابلده ښکاري.»
هغه د طالبانو په ادارو او د علماوو په ټولنه کې هم د فساد د شتون په اړه خبرداری ورکړی.
نوموړي ویلي: «دوه صفونه دي، چي یو د علماوو صف او بل د حاکمانو صف دی، عام خلګ په همدې دوو صفونو پسې روان دي، دغه دوه صفونه چې هر لاره انتخابوي، خلک ورپسې روان دی، که الله جل جلاله دا دوه صفونه اصلاح کړل، نو ټول خلک ورسره اصلاح کیږي او که خدای مه کړه دا دوه صفونه په فساد اخته شول، نو خلک هم په فساد کې ورسره اخته کیږي، د دې ټولنې ټول ځوانان ماته داسې دي لکه خپل اولادونه، زه یې د اصلاح پوره پوره کوښښ کوم او ان شاء الله په یاده برخه کې خپل مسئولیت اداء کوم.»
طالبانو ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو والي، د والي مرستیال، د سویل لوېدیځې حوزې د تمیز رئیس، د مرکزي دارالافتاء رئیس، د جهادي مدرسو عمومي مسؤل، د ديني نشریاتو د څار رئیس، د امر بالمعروف رئیس او د حج او اوقافو رئیس هم حاضر وو.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې طالبان نږدې څلور کاله کېږي پر افغانستان واکمن دي او د دغه مودې په ترڅ کې یې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو بېسارې محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړي، هغوی ته د کانکور آزموینې، د طب زدهکړې او حتی د نادولتي ادارو په چوکاټ کې د کار اجازه نه ده ورکړې.
